ایکنا نیوز راپور ورکوي، ځيني هغه پروژې چې د اروپائي اتحادئې په څيړنیز کمیشن کې تصویب شوي دي، هغه قرآني پلانونه او پروژې دي چې د ایرانیانو پشمول د قرآن څیړاندو لپاره له هغو سره بلدتیا له څو اړخونو اهمیّټ لري.
اول دا چې ددغو پروژو پيژندنه ، د قرآن په حوزې کې د اروپائي متفکرانو له فکري پروژو سره د بلدتیا زمینه برابروي، دوهم دا چې د پيژندګلوۍ د بهیر له پلوه د اروپایانو د قرآني څيړنو له کړچارونو او لور نیونو سره د بلدتیا سبب کیږي او دریم دا چې په اروپائي فضا کې د قرآن د رودې او څيړنې له ماډرنو حوزو سره د بلدتیا زمینه کیږي.
ددغه کمیشن په ترسره کیدونکو پروژو کې د The Qur’an as a Source for Late Antiquity پروژه،یعني قرآن د لرغوني پړاؤ د وروستیو لپاره د یوې سرچینې په عنوان سره(په اختصار سره ( QaSLA ) یوه څيړنه ده چې د ۲۰۲۰کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پيل شوې او ټاکل شوې ده د ۲۰۲۵ کال د ستمبر تر ۳۰پورې پاي ته ورسیږي. په ټوبینګن پوهنتون کې ددغې پروژې اجرا کونکی ډاکټر هولګر زلنتین دی او د هغه مرکزي آئيډیا پر دې مشتمله ده چې د مکې او مدینې خلکو ته د قرآڼ پیغام ،یوازې ددوامدار تعامل او دیهودي او مسحیي ضده دودونو سره دهغوي د نیوکو په چوکاټ کې په بشبړ ډول درک کیدلی شي. په دغې پروژې کې قرآن و په وروستي لرغوني پړاؤ کې د عربستان د ټاپو وزمې د دینی وضعیّت د پيژندګلوۍ له پلوه د یوې ا صلي او لومړنۍ سرچینې په توګه ټاکل شوی دی او په ځرکتیا او کنجکاوي سره د قرآڼ په مفهمونو باندې په په پوهیدا سره هڅه شوې ده څو د وروستي لرغوني تمدن په پړاؤکې د مسیحي او یهودي دودونو پراختیا ترلاسه شي.
د QaSLA پروژه په پیل کې د قرآن او د یهودیت او مسیحیّت په مقدسي ، تفسیری ، تشریعي ، قانويڼ ،روایتی ،دیني اوشعري کتاب د رودو او ګفتارونو د پيژندل شوو شکلونو ترمینځ د نزدیکت تحلیل ته مخه کیږي،څو مشخصه کړي چې په دوي کې کوم یو، په درست مینځني ختیځ کې د کوم لرغونی تمدن په دیني بهیرونو کې دبیا کتنې له امکان څخه په استفادې سره برابر شی.یوه داسې روده چې ددغې څيړنې لپاره په نظر کې نیول شوې ده ، یوه مینځ پاله څانګه ده او د مختلفو څانګو په ترکیب سره ترسره کیږي.
ددغې پروژې ځيني لارې چارې او سرچینې چې د خپلواکه کتاب په چوکاټ کې لیکل شوي دي ځيني ئې داسې دي.
په آکسفورډ خپروندوئې کې له هولګرزیلنتین څخه د
(Law Beyond Israel From the Bible to the Qur’an) کتاب .
په کیمبریج خپروندوئې یا انتشاراتو کې د والنټینا ګراسو څخه د
Pre Islamic Arabia (Societies, Politics, Cults and Identities during Late Antiquity) کتاب.
همداراز د https://www.qasla.eu/home سایټ یوه صفحه ده چې دغې پروژې دهمکارانو په وسیله د هغود پروګرامونو په باب داطلاع رسونې لپاره جوړه شوې ده او په دی کې له څيړاندو سره د تفصیلي بلدتیا پر امکان سربیره ، ددغې پروژې لیکل شوو آسارو ته د مستقیمې لاس رسۍ امکان مطرح کیدا هم موجوده ده .
سایت https://www.qasla.eu/home صفحه ای است که توسط همکاران این پروژه برای اطلاع رسانی در مورد برنامه های آن راه اندازی شده است و در آن علاوه بر امکان آشنایی تفصیلی با پژوهشگران طرح امکان دستیابی مستقیم به آثار نگارش شده این پروژه نیز وجود دارد.
https://iqna.ir/fa/news/4180342